'استرالیا افغان ځواکونو ته ۱۵ زره ژوند ژغورونکې الکتریکې الې ورکوي'

افغان امنیتي ځواکونه

د اسټرالیا دفاع وزارت ویلي ژر به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د مقابلې ۱۵ زره ژوند ژغورونکې الکتریکې الې ورکړي.

په کابل کې د اسټرالیا سفارت دا خبر د خپل ټویټر له لارې خپور کړی.

د بیان له مخې اسټرالیا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل د صندوق له لارې له ۲۰۱۵ کال راهیسې ۲۲۵ زره داسې ژوند ژغورونکې دستګاوې افغان حکومت ته سپارلې دي.

د دغو برېښنایي الو له لارې د رادارونو، غږیزو موجونو او نورو پلټونکو برېښنايي هڅو مخه نیول کېږي.

د اسټرالیا دفاع وزارت ویلي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل د صندوق دوهم لوی تمویلوونکی دی چې د ونډې برخه‌یې د کال ۸۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر د اسټرالیا له همکارۍ مننه کړې.

هغه له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د اسټرالیا اوسنۍ مرسته ډېره ښه او په وخت بللې ده.