د افغانستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی محمد حسن هوتک پرون مازیګر په کابل ښار کې وژل شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته دا پېښه تأیید کړه.
ښاغلي ارین زیاته کړه چې ناپېژانده وسلهوالو مازیګر شپږ بجې په ښاغلي هوتک باندې د کابل د پنځمې ناحیې په قلعه وزیر سیمه کې برید کړی.
هغه ویلي چې پولیس دا پېښه تعقیبوي.
محمد حسن هوتک په مشرانو جرګه کې د زابل ولایت مخکېنی استازی و.
د افغانستان د سنا جرګې مشر فضل هادي مسلمیار هم پرون ناوخته په خپل ټویټر د محمد حسن هوتک په وژل کېدو خواشیني ښودلې ده.