کابل نن د سولې او یووالي لپاره د افغانستان-پاکستان غونډې کوربه دی

د افغانستان او پاکستان بیرغ

د سولې او یووالي لپاره د افغانستان-پاکستان د عمل پلان د څارنې دوهمه کلنۍ غونډه نن په کابل کې جوړېږي.

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو په جلا جلا اعلامیو کې دې غونډې ته له خپل چمتووالي خبر ورکړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د مرستیال وزیرانو په سطحه په دې غونډه کې به د امنیت او سولې په برخه کې شته ګډو ننګونو ته د حل لارو په اړه بحث وشي.

د عمل پلان ډله د دوو ګاونډیو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو ته پراخ چوکاټ یاد شوی.

افغان او پاکستاني چارواکي به دوشنبه په پنځو ډلګیو کې له ترهګرۍ سره په جګړې، اقتصادي او امنیتي همکاریو، کډوالۍ، سیاسي همکارۍ او د افغان سولې په تړاو په همکاریو بحث وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې یاده کړې چې د عمل پلان ډله د ګډو ننګونو د حل یوه مهمه مرجع ده او له لارې یې خپل‌منځی باور او تفاهم زیاتېږي.