محقق: د سولې خبرو کې باید د جمهوریت پر ارزښتونو معامله ونه‌شي

ارشیف، محمد محقق

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر وايي، د سولې په خبرو کې باید د جمهوریت پر ارزښتونو معامله ونه‌شي.

محمد محقق چې د نورو سیاسي څېرو ترڅنګ د عاشورا په مناسبت په کابل کې خبرې کولې، له حکومت او طالبانو وغوښتل چې د سولې لپاره راغلي فرصتونه له لاسه ورنه‌کړي.

بل‌خوا په کابل کې د دیني مراسمو د امنیتي چارو د همغږۍ د عالي کمېسیون مشر، محمد اسلم شیوا نن ازادي راډیو ته وویل، په کابل او ولایتونو کې د عاشورا د مراسمو خوندیتوب لپاره په زرګونه ځواکونه ګمارل شوي دي.

ښاغلی شیوا زیاتوي: "د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لوړ همت او د ولسي رضاکارو ځواکونو په همکارۍ چې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د کابل په سطحه فعال دي، امنیتي وضعیت کاملاً کنټرول دی."

د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست څلور زره کسان او ۱۰ زره ولسي رضاکاران یوازې په کابل کې عاشورا مراسمو د امنیت لپاره ګومارل شوي دي.