کونړ کې چاودنې یو پولیس وواژه او ۲ نور ټپيان دي

ارشیف، کونړ کې افغان ځواکونه

د کونړ ولایت چارواکي وايي په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې د عامه نظم پر پولیسو د ماین چاودنه شوې ده.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان نن سهار ازادي راډیو ته وویل، چاودنه پرون مازیګر د پولیسو پر یوه ټانک شوې ده چې په نتیجه کې یې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د دې پېښې په اړه د دولت کومې مخالفې ډلې تبصره نه ده کړې.