'فراه کې ۵ وسله‌وال وژل شوي'

ارشیف، فراه کې امنیتي ځواکونه

د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي ۵ وسله‌وال طالبان په قلعه کاه ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

په فراه کې د ملي اردو ویاند حشمت‌الله احمدي نن ازادي راډیو ته وویل، وسله‌والو طالبانو پر امنیتي ځواکونو حملې پلان کړې وې.

ښاغلی احمدي زیاتوي: "د دوی حملې د هوايي ځواک په ملاتړ د ملي اردو د اتل پرسونل له‌خوا شنډ کړای شوي چې په نتیجه کې یې د (طیب صابر) د ډلې اړوند پنځه ترورېست طالبان وژل شوي او په دغو ساحو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو له‌خوا د دوی درې سمڅې هم ویجاړې کړای شوې دي."

وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه چې نن سهار شوې، تبصره نه‌ده کړې.