نیمروز کې بزګرو د کوکنارو پرځای پنبې کښت ته مخه کړې

ارشیف

د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ بزګرو د کوکنارو پرځای د پنبې کښت ته مخه کړې ده.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په چهار برجک ولسوالۍ کې د پنبې کښت پراختیا موندلې، حاصلات یې هم ښه شوي او د کوکنارو د کښت ځای به ونیسي.

دغه وزارت مسؤلینو ازادي رادیو ته وویل، اوس د چهار برجک ولسوالۍ په مورینګي، پده ګي، خجو او یو شمېر نورو سیمو کې پنبه کرل شوې او باوري دي ښه حاصلات به ورکړي.

د کرنې وزارت دا هم وايي، په لسو ولایتونو، هرات، سرپل، کندز، بلخ، ننګرهار، تخار، سمنګان، جوزجان، بغلان او هلمند کې د پنبې د کروندو ۵۰۰ نمایشي ساحې جوړې کړي او له بزګرو سره به مرسته وشي چې، د پنبې کښت ته مخه کړي.

دغه وزارت وايي، د هېواد په کچه هلمند هغه ولایت دی چې پنبه په کې ډېره کرل کېږي چې اکثره پاکستان ته صادریږي.