د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په لوییزیانا او ټکساس ایالتونو کې توپان ځپلې سیمې وکتلې.
ټرمپ پرون شنبه وویل چې له خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره دغو سیمو ته تللی دی.
د راپورونو له مخې، د 'لورا' په نوم توپان د پنجشنبې په ورځ (د اګست ۲۷) په ټکساس او لوییزیانا ایالتونو کې مرګ ژوبلې او مالي تاوانونه پېښ کړي دي.
۱۶ تنه مړه شوي او زرګونه نور له اوبو او برښنا بې برخې شوي دي.
ډونالډ ترمپ په اسیب ځپل شویو سیمو کې دوه ساعته تېر کړل.
د ده انتخاباتي سیال جوبایډن ویلي چې که د نوومبر د درېمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بریالی شو، له اسیب ځپلو سره به هر ډول مرسته وکړي.