پاکستان وايي، د جنوبي وزیرستان مرکز میرانشاه او د دغه ښار لمنو تهیې د افغان کډوالو تګ راتګ منع کړی دی.
پاکستاني چارواکي وايي، دا پرېکړه یې د عاشورا د مراسمو د امنیت لپاره کړې ده.
پاکستان، چې د فرقوي تاوتریخوالو پېښې په کې زیاتې کېږي، هر کال د عاشورا د مراسمو د امنیت لپاره کلک امنیت تدابیر غوره کوي.
د پاکستان د حکومت د پرېکړې پر اساس میرانشاه ته د افغان کډوالو تک راتګ د دوو ورځو په مخه منع شوی دی.