پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر غلام بهاالدین جېلاني وايي، په هغو سیمو کې چې د دولت د مخالفینو په لاس کې دي د سېلونو له کبله د مړو او زخمیانو دقیق شمېر او خلکو ته د رسېدلي مالي تاوان په اړه دقیق معلومات نهلري.
په وروستيو ورځو کې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې سېلونه راغلي دي.
غلام بهاالدین جېلاني پرون (د اګسټ په ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې له ټولو سېلابځپلو ولایتونو د ۱۶۷ تنو د مړینې او د ۲۶۰ د ټپي کېدو خبر ور رسېدلی دی.
غلام بهاالدین جېلاني وايي: "متأسفانه، په ځيني ولایتونو او هغو سیمو کې چې د مخالفینو په لاس کې دي، ارقام نهلرو، د تلفاتو او رسېدلي مالي تاوان په اړه شمېرې ضدونقیض دي، خو زموږ ډلې د کلیو له ملکانو او ملایانو سره خبرې کوي چې دقیق ارقام راورسېږي، ترڅو مرستې ورسره وشي. شمېرې د بدلون په حال کې دي."
هغه وویل چې په پروان کې د هر بل ولایت په پرتله د سېل له کبله ډېر خلک مړه شوي او زیات مالي تاوانیې رسولی دی.
په سېلابځپلو ولایتونو کې د هغو خلکو لټه لا هم روانه ده چې تر ودانیو لاندې شوي دي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر زیاته کړه چې خلکو ته د پاکو اوبو او خوراکي موادو رسول او په سېل ځپلو سیمو کې د اوبو د کانالونو پاکول اولویت لري. سېلابونو په هند او پاکستان کې هم خلکو ته ډېر تاوان رسولی دی.
د اسیا په جنوب کې د مونسون موسم د جون په میاشت کې پیلېږي او د سپټمبر تر پایه رسېږي.