جرمني کې زرګونه کسانو لاريون وکړ

جرمني کې لاریون کوونکي

زرګونه کسانو پرون (د اګسټ په ۲۹مه) د جرمني په پلازمېنه برلین کې مظاهره وکړه.

لاریون د هغو بندیزونو پر ضد و چې حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره لګولي دي.

پولیسو تر ۳۰۰ زیات لاریون کوونکي ونیول. د مظاهرو ضد پولیسو د خلکو د حرکت د مخنیوي هڅه کوله او د مظاهره‌چیانو او پولیسو ترمنځ د سپک اخ‌وډب راپورونه هم خپاره شوي دي.

د جرمني حکومت ویلي چې ښايي ۳۰ زره کسان د مظاهرې لپاره راوتلي وو او درې زره پولیس‌یې د امنیت لپاره ګومارل شوي وو.

په مظاهره کې داسې کسانو هم ګډون درلود چې ادعا کوي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغي یوه تبلیغاتي مسئله او کرونا ویروس وبا د خلکو د غولولو تیوري ده.

په جرمني کې د کرونا ویروس له کبله تر ۲۴۰ زره زیات وګړي ناروغ شوي او تر ۹،۰۰۰ زیات مړه شوي دي.