بلاروس له ۱۷ خبريالانو د کار کولو اجازه واخيسته

بلاروس کې مظاهره‌چیان

د بلاروس چارواکو له ۱۷ خبریالانو چې هلته‌یې د مظاهرو په اړه راپورونه جوړول، د کار کولو اجازه اخیستې ده.

په دې کې د لویو نړیوالو خبري اژانسونو لکه د ازادې اروپا/ ازادي راډيو، بي.بي.سي او اسوشیټډ پرس خبریالان شامل دي.

په بلاروس کې د اګسټ په نهمه د جمهوري ریاست ټاکنې وشوې او الکساندر لوکاشینکا د یوې بلې دورې ګټونکی اعلان شو.

خو په بلاروس کې ډېر خلک وايي چې په ټاکنو کې درغلي شوې او له هغه راهیسې مظاهرې کوي.

په بلاروس کې د امنیت شورا پرون (د اګسټ په ۲۹مه) د مظاهرو د غلي کولو لپاره د یو شمېر نړیوالو خبري رسنیو له خبریالانو هلته د کار اجازه واخیسته، خو له دې سره هم پرون د مېنسک ښار په مرکز کې زرګونه کسانو لاریون وکړ چې ډېرې په‌کې ښځې وې.