د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي، د کابل د نهمې امنیتي حوزې د کشف د برخې د پخوانۍ مأمورې، فاطمې احمدي د مسئلې په اړهیې د تحقیق لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.
د کمېسون ویاند، ذبیحالله فرهنګ پرون (د اګسټ په ۲۹مه) ازادي راډيو ته وویل چې دوی د کورنیو چارو وزارت له پلاوي جلا خپلې څېړنې کوي او د خپلو همکارانو د راپور په انتظار دي.
فاطمې احمدي څو ورځې مخکې، پر فېسبوک یوه وېډيو خپره کړه او د کار په ځای کې يې پر یو شمېر مأمورینو د ناسم چلند او جنسي ځورونې تور پورې کړ.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې فاطمه احمدي په کار کې د ناغېړۍ او له اداري اصولو د سرغړونې له کبله له دندې ګوښه شوې ده.
فاطمې احمدي یا د هغې د کورنۍ کوم غړي په دې اړه له رسنیو سره خبرې نهدي کړې.
خودا اول وار نهدی چې د افغانستان په یوه حکومتي اداره کې له ښخو سره د ځیني مأمورینو لهخوا د بد چلند او جنسي ځورونې ادعا کېږي.