د بیلاروس حکومت د ځینو خبریالانو د کار جواز لغوه کړ

ارشیف

بیلاروس حکومت د هغو خبریالانو د کار جواز لغوه کړ چې د دې هېواد د وروستیو ناکراریو راپورونه یې ورکول.

په دې کې د آزادي راډیو د بیلاروس څانګې څلورخبریالان، دوه د بي بي سي، دوه د فرانس پرس خبري آژانس، دوه د جرمن ټلیویزیوني چینل او دوه د رویټرز خبري آژانس خبریالان شامل دي .

د بیلاروس د امنیت شورا د ترهګرۍ او تندلارۍ د مخنیوي کمېسیون د اګست پر نهمه دا اقدام کړی دی.

تر اوسه د حکومت د دې پرېکړې د دلیل په اړه څه نه دي ویل شوي.

په مینسک کې د امریکا سفارت نن د اګست ۲۹ یوه اعلامیه خپره کړې او د خبریالانو د پرلپسې په نښه کېدو په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

دغې اعلامیې د بیلاروس د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د امریکا د اوږ مهاله ملاتړ او په عین حال کې یې د خلکو لخوا د خپل راتلونکي او مشر د ټاکلو د غوښتنو څخه هم ملاتړ ښودل شوی.

د اګست پر ۲۷ په مینسک کې شاوخوا پنځوس خبریالان د روانو مظاهرو د خبري پوښښ پر مهال ونیول شول.

په بیلاروس کې د اګست د نهمې نېټې ولسمشرۍ ټاکنو تر نتایجو وروسته لسګونه زره اعتراض کوونکي لارو کوڅو ته راووتل او د شپږم ځل لپاره یې د ولسمشر په توګه د الکساندر لوکاشینکا د ټاکل سره مخالفت وښود.