د 'مولانا' ډله په افغانستان کې د عرفاني موسیقۍ د ترویج هڅه کوي

محمد ابراهیم احراري

په هرات کې د مولانا د موسیقۍ ډله وایي، په کورنیو او بهرنیو فیستیوالو او غونډو کې په کنسرتونو سره غواړي عرفاني موسیقي ترویج کړي.

دغه ډله تر ډېره د مولانا جلاالدین محمد بلخي شعرونه د افغانستان له محلي موسیقۍ سره اجرا کوي.

د دې ډلې مسئول محمد ابراهیم احراري وایي، له پنځلسو کلونو راهیسې د عرفاني موسیقۍ د ترویجولو لپاره هڅې کوي او له نورو ځوانانو هم غواړي چې په دې لارې کې خپلې هڅې ونه سپموي.

عرفاني موسیقي به پخوا یوازې په تصوفي حلقو او خانقاوو کې اجرا کېده، خو اوس دا ډول موسیقي د همدې ډلې په مرسته د خلکو منځته راوړل شوې ده.

د مولانا د موسیقۍ ډله وایي، د دغه سبک د معرفي کولو لپاره یې په هند، ایران، ترکمنستان او څو نورو هېوادونو کې کنسرتونه جوړ کړي دي.