د امریکا د باسکټبال مسلکي لوبغاړي بېرته خپلې لوبې پیلوي

ارشیف

د امریکا د باسکټبال مسلکي لوبغاړو منلې چې پر توکمي مسایلو له اعتراضي پرېکون وروسته، خپلې لوبې بېرته پیل کړي.

دوی تور لګاوه چې د توکم پر بنسټ بې عدالتي کېږي چې باید ودرېږي.

د لوبو د بیا پیلېدو خبر پخپله لوبغاړو او د هغوی مسلکي اتحادیې دواړو ورکړی دی.

د باسکټبال لیګونو او لوبغاړو د پولیسو له خوا د یوه افریقایي الاصله امریکایي د ویشتلو په غبرګون کې د دریو ورځو لپاره لوبې ځنډولې وې.

د لوبو د بېرته پیلولو د هوکړې یوه برخه دا ده چې لوبغاړي به د ټاکنو له ځایي چارواکو سره کار کوي چې د نومبر د دریمې نېټې ټاکنو کې په خوندي ډول د مخامخ رایو لاره جوړه شي.

د ټاکنو ځینو چارواکو ویلي، ولسمشریزو ټاکنو کې به د رایو مرکزونه د کرونا وباله له وېرې یا تړي او یا به تر کلکو تدابیرو لاندې رایه اچونه کېږي.

د ټاکنو ډېرو مسئولینو بیا ویلي چې د پوستې یا لیک له لارې رایه اچونه هم ښه بدیل دی، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورسره مخالفت کړی او ویلي دي چې درغلیو ته لاره هواروي.

ډونالډ ټرمپ

کله چې د باسکټال ملي ټولنې له لوبو سره د پرېکون خبره وکړه، ورسره د اګست له شپږویشتمې د بس بال، هاکي، ټینیس او فوټبال ځینې سیالۍ هم وځنډېدې.

لوبغاړو ویلي، دوی درک کړې چې د اتلولۍ له ګټلو پورته نور مهم مسایل هم شته.

د داني ګرین په نامه یوه لوبغاړي چې د لاس انجلس لوبډلې سره لوبېږي ویلي: "موږ به د تل لپاره تورپوستي پاتې شو."

د امریکا د باسکټبال ټولنې ویلي، دوی به د لوبو پر مهال داسې اعلانونه وکاروي چې په ملي او محلی ټاکنو کې د خلکو ګډون زیات او د رایې اچونې د فرصتاو لاس رسي په اړه عامه پوهاوی ډېر کړي.

دغلته لوبغاړو او لیګونو ویلي چې د لوبو بیا پېل ته سترګې په لاره دي، د فلوریډا په اورلانډو کې دا سیالۍ حذفي پړاو ته رسېدلي دي.

د کرونا وبا له کبله د باسکټبال ټولې داسیالۍ د نندارچیانو له فزیکي حضور پرته ترسره کېږي.