ټرمپ د لویزیانا او ټکساس توپان ځپلو سیمو ته سفر کوي

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ټاکل شوې ده چې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په لویزیانا او ټکساس کې هغو سیمو ته ورشي چې د لورا په نوم توپان ځپلي دي.

د اګست په اووه وویشتمه د څلور درجو توپان په دې ایالتونو کې لږ تر لږه څوارلس تنه ووژل، ګڼ کورونه یې ویجاړ کړل او په سلګونو زره کسان یې له برېښنا او د څښاک له اوبو بې برخې کړل.