پاکستان کې موسمي بارانونو او سیلابونو له امله لسګونه کسان وژل شوي

ارشیف

په پاکستان کې د موسمي بارانونو او سیلابونو له امله په لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان په یو شمېر سیمو کې پرون پنځمه وه چې پرله پسې بارانونه ورېدل.

اووه څلویښت تنه د کراچي په ښار کې او لږ تر لږه شپاړس تنه په خیبر پښتونخوا کې د دې ورښتونو قربانیان دي.