د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په بلاروس کې پر ۲۰ لوړ رتبه چارواکو چې په وروستیو ټاکنو کې د درغلۍ تور ورباندې لګېدلی، بندیزونه ولګول.
په دې کسانو کې هغه چارواکي هم شامل دي چې د مظاهرهچیانو په ځپلو کې په لاس درلودلو تورن دي.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون (د اګسټ په ۲۸مه) په برلین کې غونډه وکړه.
هغوی دا امکان هم نهدی رد کړی چې که په بلاروس کې پر بشري حقونو روان تېری ونهدرېږي، د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا نوم به هم د بندیزونو لېست ته ورواچول شي. له بله پلوه، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان پرون وړاندیز وکړ چې د لوکاشینکا د حکومت او اعتراض کوونکو ترمنځ د جوړجاړي لپاره منځګړیتوب ته تیار دي.