غوڅ ملاتړ مأموریت د پروان سېلاب‌ځپلو ته مهم مواد رسولي

پروان کې سېلاب‌ځپلي

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ویلي چې په سېلاب‌ځپلو سیمو کې له خلکو سره د مرستې لپاره‌یې مهم مواد رسولي دي.

د ناټو پر وېب‌پاڼه پرون (د اګسټ په ۲۸مه) ویل شوي چې دوی د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د ټولو افغانانو د امنیت لپاره کار کوي.

په دې راپور کې لیکل شوي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د دې عملیاتو مشري کوي، د سېلاب له کبله له تخریب شویو ودانیو د خلکو د را ایستلو او د خرابیو د پاکولو کار کوي او د دوی ځواکونه خلکو ته حلال خواړه، د څښاک پاکې اوبه او د ځان پاکولو ځانګړي مواد او کمپلې ورکوي.

په راپور کې په ځانګړي ډول د چارېکارو یادونه شوې او ویل شوي چې د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم د وضعیت د کتنې لپاره پروان ته تللی و.

جنرال مېلر په پروان کې خلکو ته ویلي چې دی له نړیوالو سره په خبرو کې پر دې چې د افغانستان جګړه باید ختمه شي ټینګار کوي څو د افغانانو مصیبت کم شي.