قطر په پاکستان کې له مېشت افغان کډوالو سره د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره مرسته کړې ده.
په اسلاماباد کې د قطر سفیر، شېخ سعود بن عبدالرحمن ال ثاني پرون (د اګسټ په ۲۸مه) له افغان کډوالو سره د طبي مرستې مواد پاکستاني لوري ته سپارلي دي.
دا خبر د پاکستان دولتي راډیو خپور کړی دی.
دا نهدي ویل شوي چې د پاکستان په کومو سیمو کې مېشت افغانانو ته به دا مرستې ورسېږي.
قطر تر دې وړاندې له افغانستان سره هم د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره مرستې کړې دي.