پروان کې د پلټنې ډلې لا هم له ویجاړیو د جسدونو په را ایستلو لګیا دي

پروان کې له سېلابونو وروسته د پلټنې بهیر

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاءالدین جېلاني ویلي چې په پروان کې د ژغورنې عملیات روان دي او د پلټنې ډلې لا هم له خاورو او ویجاړو ودانیو د خلکو د جسدونو په را ایستلو لګیا دي.

جېلاني پرون (د اګسټ په ۲۸مه) ازادي راډيو ته وویل چې په کاپیسا، میدان وردک او نورو ولایتونو کې د پلټنې عملیات پای ته رسېدلي دي.

غلام بهاءالدین جېلاني زیاتوي: "۱۵۴ تنه شهیدان لرو، خو دا شمېر د بدلون په حال کې دی. ۲۴۰ ټپیان دي، خو لا هم یو شمېر زخمیان شته چې شخصي کلینیکونو ته تللي نو له دې کبله دقیق شمېر به وروسته څرګند شي."

په کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، میدان وردک کې د سېلونو له کبله خلکو ته د سر زیان رسېدلی، خو په نورو ولایتونو لکه بامیان، نورستان، لوګر، پکتیا او خوست کې یې یوازې مالي تاوان رسولی دی.