بلاروس کې نږدې ۵۰ خبریالان ونیول شول

بلاروس کې خبریالان

په بلاروس کې نږدې ۵۰ خبریالان نیول شوي دي.

په هغوی کې ۶ د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د بلاروس برخې کارکونکي دي.

د بلاروس حکومت پر هغو خبریالانو د کار کړۍ تنګه کړې چې د لوکاشینکا د واکمنۍ پر ضد د روانو مظاهرو له جریانه خبرونه او راپورونه خپروي.

په بلاروس کې د اګسټ په نهمه د جمهوري ریاست انتخابات وشوو او ناست ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د بلې څلور کلنې دورې ګټونکی معرفي شو.

له هغه راهیسې خلک په ټاکنو کې د درغلۍ پر ضد مظاهرې کوي.

د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې د اګسټ په ۲۷مه تر ۲۶۰ زیات مظاهره‌چیان هم نیول شوي دي.

په بلاروس کې د ژورنالېستانو ټولنې ویلي چې ډېر خبریالان چې نیول شوي وو، پولیسو یې اسناد کتلي او بېرته‌یې خوشې کړي دي.

د ازادې اروپا او ازادي راډیو خبریالان هم تر لنډې مودې وروسته خوشې شوي دي.