پاکستاني چارواکي تأییدوي چې په کراچۍ ښار کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي دي.
دغو چارواکو نن جمعه وویل چې په کراچۍ کې له پنځو ورځو راهیسې اورښتونه روان دي.
په ځینو سیمو کې تر ۷۰ سانتي مترو باران اورېدلی چې د ۱۵ میلیونو وګړو دغه ښار یې له جدي ستونزو سره مخامخ کړی دی.
د کراچۍ یوې استوګنې سیمې ته څېرمه یوازې په یوه پېښه کې ۸ کسان د یوه دېوال د نړېدو له کبله مړه شوي دي.
د پاکستان په ځینو سیمو کې له جولای میاشتې نیولې تر سپټمبر پورې هر کال د پشه کال بارانونه کېږي چې د سېلابونو راوتلو سبب کېږي.