برېښنا شرکت د ازبکستان د انرژۍ له وزارت سره افغانستان ته د برېښنا د انتقال د قرارداد پر لاسلیک سلا شو.
په تاشکند کې پر موافقه نن د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په حضور کې د ازبکستان د انرژۍ له وزارت سره بحث وشو.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د یوه دولتي هیئت په مشرۍ نن ازبکستان ته لاړ.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن رسنیو ته وویل، په دې سفر کې پر ځینو نورو موضوعاتو هم موافقې کېږي.
ښاغلی هېواد زیاتوي: "د دې سفر موخه د دوه اړخیزو پراختیا، ټرانسپورت، پانګونې او د برېښنا د انتقال د زمینې برابرول او د ازبکستان له لوري سره د قراردادونو لاسلیکول دي."
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې میلادي میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې کابل او تاشکند به افغانستان ته د ۱۰ کلونو لپاره د برېښنا پر لېږد موافقه وکړي.
تر دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې ازبکستان به افغانستان ته په ارزانه بیه برېښنا ورکوي.