محمد حنيف اتمر ازبکستان ته ورسېد

ارشيف، محمد حنيف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر نن سهار ازبکستان ته ورسېد.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن رسنیو ته د سفر د اهدافو په اړه وویل: "دې سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، ټرانسپورت، پانګونې او د برېښنا د انتقال د زمینې برابرول او د ازبکستان له لوري سره د قراردادونو لاسلیکول دي.»

د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي چې افغانستان ته د ۱۰ کلونو لپاره له ازبکستانه د برېښنا واردول، هم د دغه سفر د اجنډا موضوع ده.

ښاغلي اتمر تېره اوونۍ د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره په ټیلیفوني مکالمه کې د دې موضوع ترڅنګ د بین‌الافغاني مذاکرو د کوربه‌توب په اړه هم بحث کړی و.