د کندهار ولایت چارواکي وايي د دوو ماینونو په چاودنو کې ۱۳ ملکیان وژل شوي دي.
د والي ویاند احمد بهیر احمدي ازادي راډیو ته وویل، یوه چاودنه نن سهار د سپین بولدک ولسوالۍ په لوی کارېز سیمه کې شوې ده.
ښاغلی احمدي زياتوي: "د چاودنې له کبله ۱۲ تنه ملکیان چې په یوه ډاټسن موټر کې روان وو، ټول شهیدان شوي دي. باید ووایو چې د چاودنې د شدت له کبله جسدونه د پېژندنې وړ نهدي."
که څه هم د والي ویاند وايي دغه ماین په سیمه کې د وسلهوالو طالبانو لهخوا خښ کړای شوی و، خو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نهدي ویلي.
د کندهار د والي ویاند وايي د سپین بولدک ولسوالۍ په لوی کارېز سیمه کې هم نن غرمه د ملکیانو پر یوه مازدا موټر چاودنه شوې چې په نتیجه کې یې یو ملکي کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.