د جاپان صدراعظم له دندې لیرې کېږي

د جاپان صدراعظم شینزو ابې

د جاپان صدراعظم شینزو ابې وویل، په روغتیايي دلایلو یې له خپلې دندې د لیرې کېدو پرېکړه وکړه.

دی هغه څوک دی چې تر ټولو د اوږدې مودې لپاره د جاپان صدارعظم پاتې شوی دی.

شینزو ابې نن یوه کنفرانس ته د دې اعلان پر مهال د جاپان له وګړو بخښنه وغوښته، چې نه‌شي کولای د صدراعظم په توګه خپله دنده پر مخ یوسي.

دغه خبر چې ابې ته له ورنږدې سرچینې خپور شوی، د جاپان مالي مارکېټونه اغېزمن کړي، دغه بازارونه له مخکې هم له بې‌ساري رکود سره مخامخ وو.

اوس به بېلابېل ګوندونه په راروانو دوو درېیو اوونیو کې د صدارت څوکۍ د خپلولو لپاره سیالي کوي.

وروسته به منتخب صدراعظم د راتلونکي میلادي کال تر سپټمبر میاشتې پورې چې د شینزو ابې کاري دوره ټاکل شوې وه، د جاپان کابینه رهبري کوي.