محمد حنیف اتمر ازبکستان ته ځي

محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر نن ازبکستان ته ځي.

نوموړی په خپل دغه دوه ورځني سفر کې د هغه هېواد له چارواکو سره د ټرانزیت، ټرانسپورت او پانګونې په برخه کې د همکاریو په پیاوړتیا خبرې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي چې افغانستان ته د ۱۰ کلونو لپاره له ازبکستانه د برېښنا واردول هم د دغه سفر د اجنډا موضوع ده.

ازبکستان د منځنۍ اسیا هغه هېواد دی چې افغانستان ورسره ګډه پوله او ټرانزیتي بندر لري.