نن د اروپا په دو ښارونو برلین او ویانا کې د جوړېدونکو غونډو د اجنډا د سر موضوع بلاروس کې د سیاسي کړکېچ هواری دی.
د برلین په غونډه کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران او په ویانا کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان استازي په همدې هدف جرګه کېږي.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران پر بلاروس د بندیزونو په اړه بحث کوي.
دې ټولنې له پخوا پتیېلې چې د بلاروس په شااوخوا ۲۰ هغو چارواکو بندیزونه لګوي چې ټاکنو کې په درغلیو او د مظاهرهچیانو په ځپلو تورن دي.
په ویانا کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان غونډې ته د البانیا صدراعظم ایدي رما (Edi Rama) د بلاروس د وضعیت په اړه وینا کوي، نوموړی د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان مشر هم دی.
په بلاروس کې نن ۱۹مه ورځ ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نتیجې په وړاندې اعتراضونه دوام لري، هغه ټاکنې چې له مخې یې الکساندر لوکاشینکا د شپږم ځل لپاره بریالی اعلان شوی.