ننګرهار کې چاودنې پلار او زوی ووژل

ارشیف، د ننګرهار د جلال‌اباد ښار یوه برخه

په ننګرهار کې د ماین یوې چاودنې پلار او ۱۸ کلن زوی یې ووژل.

د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر پرون په یوې اعلامیه کې وویل چې دا چاودنه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې وشوه.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه ماین د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا ایښودل شوی وو.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.