تاج محمد جاهد د فراه د نوي والي په توګه وټاکل شو.
د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی جاهد د دې ادارې د وړاندیز او د ولسمشر محمد اشرف غني په منظورۍ د فراه والي وټاکل شو.
ښاغلي سقیم زیاته کړه: "له ښاغلي جاهد څخه زموږ هیله دا ده چې وکولای شي هلته (په فراه ولایت کې) د خلکو غوښتنو ته ورسېږي او حکومتوالي لیرې پرتو سیمو، ولسوالیو او کلیو ته وغځوي. د متوازن پرمختګ زمینه برابره کړي او په ټوله کې د ښې حکومتوالۍ له لارې د فراه د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي."
تاج محمد جاهد د روان کال د سرطان/ چنګاښ میاشت کې د بغلان د والي په توګه ټاکل شوی وو.
نوموړی تر دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر هم پاته شوی دی.