د ناټو ملکي استازي قطر کې له طالبانو سره ولیدل

په قطر کې له طالبانو سره د ناټو د ملي استازي لیدنه

په افغانستان کې د ناټو لوړپوړی ملکي استازی سټیفانو پونتېکورو په قطر کې د طالبانو له استازو سره لیدلي دي.

نوموړي پرون ماښام پر ټویټر ولیکل چې په دې لیدنه کې یې د افغانستان د تلپاتې سولې څخه د ناټو د ملاتړ پر دوام له طالبانو سره خبرې کړي.

په همدې حال کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم پر ټویټر د دې لیدنې په اړه لیکلي چې د دغه دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او ورسره پلاوي له ښاغلي پونتېکورو سره د افغانستان د روان وضعیت او د دوحې تړون د توافق پر عملي کېدو خبرې وکړې.

دغه تړون د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی دی.