بلاروس کې شااوخوا ۲۰ خبریالان ونیول شول

ارشیف

شااوخوا ۲۰ تنه خبریالان هغه مهال د بلاروس پولیسو ونیول چې په پلازمېنه مېنسک کې یې په ازادۍ څلور لاري کې د اعتراضونو د خبري پوښښ لپاره چمتووالی نیوه.

د بلاروس د کورنیو چارو وزارت ویلي، دا خبریالان چې د سیمه‌ییزو او نړیوالو رسنیو اړوند ول، د اګسټ پر ۲۷مه په یوه میني بس کې د پولیسو یوه مرکز ته یوړل شول څو معلومه شي چې د کار جواز لري که نه.

په نیول شویو کسانو کې د ازادي اروپا/ ازادي راډیو خبریال اولادزیمیر ګریدین (Uladzimir Gridin) او هم د تاس، اسوشیټډ پرس او نورو خبري رسنیو خبریالان هم شامل دي.

د دغو خبریالانو تر نیولو کېدو لږ وروسته سلګونه مظاهره‌چیانو خپل لاریونونه پیل کړل.

دغه اعتراضونه د بلاروس د ولسمشرۍ انتخاباتو د نتایجو پر ضد په دې هېواد کې دوام لري.

الکساندر لوکاشینکا د اګسټ د نهمې انتخابات وګټل.