لوییزیانا کې د توفان له امله د وژل شویو شمېر ۴ ته ورسېد

لاورا توفان

د امریکا جنوبي ایالت لوییزیانا چارواکو د لاورا توفان له کبله د څلورم کس د وژل کېدو خبر ورکړی.

د لوییزیانا ایالت والي جان بیل ادواردز (John Bel Edwards) ویلي چې ټول دغه کسان هغه مهال وژل شوي چې ونې یې پر کورونو چپه شوې.

د نوموړي په خبره په وژل شویو کسانو کې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ شامله ده.

ادواردز وایي اندېښنه‌یې دا ده چې د ژغورنې چارو پر مهال نور مړي به ښایي ومومي، خو دی هیله ښیي چې داسې ونه‌شي.

د توفانونو د ارزونې ملي اداره وایي د دې توفان ناوړه اغېزې به ښایي دوام وکړي.

دغې ادارې خبرداری ورکړی چې د لوییزیانا په ځینو برخو کې سخت بادونه او سېلابونه دوام لري.

د لوییزیانا والي له خلکو غوښتي چې په کورونو کې پاته شي او د سیمه‌ییزو چارواکو خبرداریانې او سپارښتنې عملي کړي.