یو قزاق فعال ایتبای علییف (Aitbai Aliev) په یوه لاریون کې چې جواز یې نهدرلود د ګډون له کبله په ۱۰ ورځو حبس محکوم شو.
دا لاریون د مدني حقونو د یوه نامتو کمپاینر دولت آغادل (Dulat Aghadil) د درناوي لپاره جوړ شوی وو.
دغه کمپاینر په فبرورۍ کې د توقیف پر مهال ومړ.
د علییف کورنۍ ویلي چې پولیسو دغه فعال د چهارشنبې په ورځ د اګسټ ۲۶مه په جنوبي ولایت قزیلوردا (Qyzylorda) کې ونیو او په هماغه ورځ د یوه بل ولایت د محکمې لهخوا په زندان محکوم شو.