په نیوزیلنډ کې محکمې د برنتون تارنت د مشروطې ازادۍ مخالفت وکړ.
تارنت چې تېر کالیې ۵۱ مسلمانان په کرایستچرج کې په دوو جوماتونو کې وژلي وو په مشروط ډول خوشې کول رد کړل او د تل لپارهیې زندان ته واستاوه.
د سترې محکمې قاضي کامیرون مندر وویل، د ۲۹ کلن استرالیایي برنتون تارنت جنایت ډېر ناوړه دی چې تر مرګ پورې د ده زندان هم ورته کم دی، زیات نهدی.
مندر زیاته کړه چې تارنت پر دې خلکو چې وژلي یې دي، زړه سوی ونهکړ.
ارشیف
قاضي بیا وویل، دغه کینه چې په ځانګړي ډول د ټولنې د ځانګړو خلکو په برخه کې د برنتون تارنت په زړه کې پرته ده، په دې هېواد کې یا بل ځای کې ځای نهلري.
تارنت چې نن محکمې ته راوستل شو د زندانیانو خړې جامې یې په تن وې او شااوخوا ترې ساتونکي راګرځېدلي وو، دی نهغږېده. د ده مدافع وکیل محکمې ته وویل چې تارنت د محکمې پر پرېکړه اعتراض نهلري، خو یوازې د مشروطې ازادۍ غوښتنه کوي.
دا لومړی ځل دی چې په نیوزیلند کې یو څوک په عمري حبس محکومېږي او په مشروط ډولیې خوشې کول ردېږي. په نیوزیلند کې د اعدام حکم نهشته.
تارنت د ۵۱ کسانو په وژلو اعتراف کړی دی او دا یې هم منلې ده چې د ۴۰ نورو کسانو د وژلو هڅهیې کړې ده.
څارنوالانو د دوشنبې په ورځ ویلي و چې تارنت پلان درلود چې پر درېیم جومات هم برید وکړي او غوښتلیې چې دا جوماتونه وسوځوي.
یوه څارنوال وویل چې تارنت څو کاله مخکې د دې برید پلان جوړ کړی و او غوښتل یې چې تر ډېرو ډېر کسان ووژني.
نیوزیلند کې تر برید وروسته تپي شوی کس روغتون ته لېږدولو پر مهال
تارنت د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۵مه په نیوزیلنډ کې پر دوو جوماتونو په ماشیندار ډزې وکړې او دا حملهیې په مستقیم ډول د انټرنټ له لارې خپره کړه چې وروسته په نیوزیلنډ او نوره نړۍ کې هلې ځلې پیل شوې چې له انټرنټه په دې ډول د ترهګرو او بنسټپالو د جنایتونو د خپرېدو مخنیوی وشي.