د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران په برلین کې دوه ورځنیو غیر رسمي خبرو ته تیاری نیسي.
په دې غونډه کې به د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو په خاطر پر بلاروس د بندیزونو او په دې هېواد کې د سولهییزو اعتراضونو د ځپلو په اړه خبرې وشي.
راپورونه وايي، اروپايي اتحادیې له وړاندې لا له ۱۵ تر ۲۰ تنو پر ضد چې په انتخاباتو کې په درغلۍ او یا د اګسټ د نهمې نېټې له انتخاباتو وروسته د مظاهرو په ځپلو تورن دي، پر بندیز لګولو سلا کړې ده.
یوې سرچینې د جرمني خبري اژانس «ډي.پي.اې» ته وویل، نن او سبا به د برلین په غونډه کې پر یو شمېر کسانو چې د بندیز وړاندیز یې شوی، د سیاسي توافق هڅه وشي او په دې توګه به رسمي تصویب ته لاره هواره شي.