چارواکي: کندهار کې افغان امنیتي ځواکونو لږترلږه ۲۲ طالبان وژلي

ارشیف

د کندهار چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو لږترلږه ۲۲ وسله‌وال طالبان په ځوابي بریدونو کې وژلي دي.

د کندهار امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېره شپه وسله‌والو طالبانو د معروف ولسوالۍ په ټغري او د ولسوالۍ پر قرارګاه بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې ۱۴ طالبان ووژل شول.

دې قوماندانۍ همداراز ویلي چې په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې هم ۸ تنه طالبان وژل شوي دي.

د کندهار له امنیه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون وسله‌والو طالبانو د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په شادي مانده سیمه کې پر پولیسو ډله‌ییز برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۸ طالبان ووژل شول او موټرسایکلونه او وسلې ورڅځه په سیمه کې پاتې شوې.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې د پولیسو د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

وسله‌والو طالبانو هم تر اوسه پورې څه نه‌دي ویلي.