ولسمشر غني: د کندز امنیت او پرمختیايي چارو ته به ځانګړې پاملرنه وشي

محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د کندز امنیت او پرمختیايي چارو ته به ځانګړې پاملرنه وشي.

ولسمشر غني دا ژمنه پرون چهارشنبه د کندز له والي عبدالستار میرزکوال سره په کتنه کې وکړه.

په دې کتنه کې کندز ته د ملکي الوتنو، د سپین زر شرکت د فابریکو د بیا فعالېدو او په کندز کې د صنعتي پارک د جوړېدو په اړه هم خبرې وشوې.

په وروستیو ورځو کې وسله‌والو طالبانو د کندز ښار په شااوخوا کې پوځي خوځښتونه یو وار بیا زیات کړي دي.

دا ښار په تېرو کلونو کې دوه ځلې د لنډ وخت لپاره د طالبانو لاس ته لوېدلی دی.