د نیوزیلند یوې محکمې هغه سړی چې تېر کالیې په کرېست چارچ کې پر دوو جوماتونو په بریدونو کې ۵۱ مسلمانان وژلي و، له بخښنې پرته په عمري بند محکوم کړ.
د عالي محکمې قاضي کامرون ماندر، ۲۹ کلن استرالیایي برنتون تارنت ته وویل چې د هغه جرمونه دومره بد دي چې په بند کې تر مرګه پورې هغه ته د سزا ورکولو او غندلو د اړتیا درد نهاراموي.
ماندر وویل، تر هغه ځایه چې دی پوه دی، نوموړي له قربانیانو سره هېڅ خواخوږي نهدرلوده.
د تارنت مدافع وکیل محکمې ته وویل چې هغه د څارنوال له دې غوښتنې سره چې ده تهیې له بخښنې پرته د عمري بند د سزا وړاندیز کړی و، مخالفت نهدی کړی. دا ډول سزا لومړی ځل دی چې په نیوزیلند کې یوه مجرم ته ورکول کېږي.
تارنت پر ټولو هغو تورونو چې په ۲۰۱۹ کال پر جوماتونو د وسلهوال برید په تړاو پر ده لګېدلي اعتراف کړی دی.
پر نوموړي د وژنو ۵۱ او ۴۰ د قتل د هڅو او هم د ترورېزم د یوه مورد د جرمونو تورونه لګول شوي و.
څارنوالانو درې ورځې مخکې ویلي و چې تارنت دغه حمله کلونه مخکې پلان کړې وه او هدفیې دا وو چې هر څومره ډېر چې کېدای شي خلک ووژني.