پروان کې وسله‌وال برید ۴ ملکيان او یو سرتېری وژلي

د پروان نقشه

د پروان چارواکي په یوه وسله‌وال برید کې د څلورو ملکي وګړو او د ملي اردو د یوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکوي.

د پروان د امنیه قوماندانۍ سرپرست عبدالواسع رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه برید نن سهار مهال د دې ولایت په صیاد ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې وشو.

د ښاغلي رحیمي په وینا په دې برید او نښتو کې د ملي اردو یو سرتېری او څلور ملکیان چې د سپرلۍ رېکشا یې د پېښې له ځایه د تېرېدو په حال کې وه، ووژل شول.

په دې پېښه کې چې تر اوسه‌یې چا یا کومې ډلې مسؤلیت نه‌دی اخیستی، څلور تنه نور ټپیان شوي دي.