کاپیسا کې تېره شپه سېلابونو ۱۰ کسان وژلي

ارشیف

د کاپیسا چارواکي وایي چې د دې ولایت په کوهبند ولسوالۍ کې تېره شپه سېلابونو ۱۰ کسان وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت په ډېرو نورو ولسوالیو کې هم سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

هغه زیاته کړه: "په عین حال کې د پنجشېر ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې هم سېلابونه راغلي چې د زیانونو په اړه‌یې تر اوسه معلومات نه‌شته."

له پروانه د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې، په چارېکارو کې تېره شپه د وروستیو سېلابونو له امله د نړېدلو ودانیو تر خټو لاندې څلور نور مړي راوایستل شول. په سیمه کې د ژغورنې عملیات تر اوسه دوام لري.

دغو سېلابونو په سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې، خو دقیق شمېر یې تر اوسه نه‌دی معلوم.

د پروان د روغتون چارواکي، د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۰۰ کم خو د بېړنیو چارو مسؤلین‌یې شمېر له ۱۰۰ زیات بولي.

د ټپیانو شمېر یې شااوخوا ۳۰۰ تنه ښودل شوی دی.

دغو او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو دغه‌راز خلکو ته ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.