د کرملېن اړوند یو سوداګر یوګیني پریګوژین وایي، که د روسیې د رژیم مخالف الکسي ناوالني ژوندی پاتې شي، هغه پورونه به ترلاسه کړي چې پر هغه او د هغه پر بند شوي بنسټیې لري.
الکسي ناوالني چې له فساد سره د مبارزې یو فعال هم و، روسیه کې مسموم شو او دا مهال د جرمني په یوه روغتون کې د کوما په حالت کې دی.
پریګوژین د ناوالني هغه پور پر غاړه اخیستی و چې ناوالني باید د یوې قضایي دعوې په بایللو کې د مسکو یوه ښوونځي ته ورکړی وی.
ناوالني، د هغه مؤسسه او وکیل په دغې قضیه کې د درغلیو په تور څه باندې یو میلیون ډالر جریمه شوي وو.