په بلاروس کې د نوبل جایزې ګټونکې سویتلانا الیکسي ویچ وایي، داسې فکر کوي چې د دغه هېواد سیاسي کړکېچ د نړۍ او روسیې په مرسته هوارېدلی شي.
مېرمن الیکسي ویچ چې په افغانستان کې یې د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو په اړه یو کتاب هم لیکلی، په بلاروس کې له پېژندل شویو څېرو څخه ده.
نوموړې او لسګونه نورو پېژندل شویو څېرو په بلاروس کې له لانجمنو ټاکنو وروسته د مخالفانو د همغږۍ یوه شورا جوړه کړې.
هغې دا څرګندونې پرون چهارشنبه په مېنسک کې د څېړنو د کمېټې مرکز ته له رسېدو سره سم وکړې.
نوموړې د دغې کمېټې لهخوا څېړنو ته احضار شوې وه.
مخالفین د بلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا استعفا غواړي، نوموړی له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې په واک کې دی.