د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ځان د شپږم ځل لپاره هم ولسمشرۍ ته کاندید کړ.
په تاجکستان کې د صنفي اتحادیو فدراسیون پرون چهارشنبه د ښاغلي رحمان نوماندي رسماً اعلان کړه او ویېویل، نوموړی د اکټوبر د ۱۱مې نېټې ټاکنو ته درېږي.
امام علي رحمان ۶۷ کلن دی، له دې وړاندې شک کېده چې هغه به چې له ۱۹۹۲ کال راهیسې په واک کې دی، ټاکنو کې ګډون ونهکړي.
ګمان دا و چې رحمان به خپل زوی رستم امام علي ته چې دا مهال د دوشنبې ښاروال دی، ټاکنو ته د درېدو زمینه برابره کړي.
ټاکل شوې د خلق ډیموکراتیک ګوند چې امام علي رحمان جوړ کړی او اوس په قدرت کې دی، راتلونکې اوونۍ د رحمان کاندیداتوري اعلان کړي.
تېرې پنځه پړاوه ټاکنې چې ترڅ کې یې امام علي رحمان بریالی شوی، لوېدیځو څارونکو ازادې او عادلانه نهدي بللي.