پروان کې د سېلاب‌ځپلو د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري

پروان کې د سېلاب له امله سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د پروان په مرکز چارېکار کې د سېلاب‌ځپلو د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.

دغه سېل چې وړمه شپه راغلی، له ۱۰۰ ډېر کسان مړه کړي او د ۳۰۰ په شااوخوا کې نور یې ژوبل کړي دي.

پرون د افغانستان د کابینې درې غړو، یعنې د دفاع، عامې روغتیا او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیرانو سېلاب‌ځپلې سیمې له نږدې وکتلې.

ارګ دغو چارواکو ته هدایت ورکړی چې خپلې ټولې سرچینې د زیانمنو شویو کسانو د لاسنیوي لپاره سره راټولې کړي.

چارواکو له ملي سوداګرو او مرسته کوونکو مؤسسو هم غوښتي چې د زیانمنو شویو مرسته وکړي.