ستانکزی: حکومت دې د سولې خبرو ته تیار شي، هره ګړۍ پيلېدلائ شي

شېر محمد عباس ستانکزی

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د افغانستان پر حکومت غږ کړی چې خبرو ته تیار شي.

ستانکزي ویلي چې د سولې خبرې هره ګړۍ پيلېدلائ شي.

ستانکزي دا خبرې نن (د اګسټ په ۲۶مه) په اسلام‌اباد کې د ازادي راډیو له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه ویلي چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده له حکومت سره د مذاکرې لپاره ۲۰ کسیز پلاوی ټاکلی دی.

شېر محمد عباس ستانکزی د مذاکرو د پلاوي مشر دی. د پلاوي یو غړی انس حقاني دی.

په همدې حال کې د افغانستان د دولت د مذاکره کوونکي پلاوي غړي نادر نادري له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې دوی هره ګړۍ د خبرو پیل ته تیار دي.

نادري ویلي چې د مذاکرو د پیل لپاره د سولې په مشورتي جرګه کې او د افغانستان د نړیوالو همکارانو ځینې غوښتنې مطرح شوي چې باید یې مقابل لوری ترسره کړي ترڅو خبرې پیل شي.