د چک جمهوریت ولسمشر روغتون کې بستر شو

د چک جمهوریت ولسمشر میلوش زیمن

د چک جمهوریت ولسمشر میلوش زیمن پرون د اګست په ۲۵مه په روغتون کې بستر شو او ویاند یې وویل چې لاس یې باید عملیات شي.

د چک د ولسمشر ویاند یرژي اوچاچیک پر ټوېټر لیکلي چې ولسمشر د چک جمهوریت په پلازمېنه، پراګ کې په عسکري طبي پوهنتون په روغتون کې بستر دی.

میلوش زیمن ۷۵ کلن دی او نه ده څرګنده چې لاس یې ولې ژوبل شوی دی.