د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نوې سروې ښیي چې په دغه هېواد کې ۸۰ سلنه کوچني کاروبارونه په تپه درېدلي دي.
د دغې خونې مرستیال یونس مومند نن په دې اړه جوړې شوې ناستې ته وویل چې اداري فساد، د خامو موادو کمښت او امنیتي ستونزې د دې لامل شوي چې په دغه هېواد کې ځیني کوچني کاروبارونه په ټپه ودرېږي.
ښاغلی مومند د یادې سروې موخه په ولایتونو کې د کاروبارونو د وضعیت ارزونه او د خصوصي سکټور پر وړاندې د شته ستونزو او خنډونو په ګوته کول وباله.
نوموړی وايي، دوی هڅه کوي چې د ستونزو د هواري لپاره حکومت ته لازمې حل لارې وړاندیز کړي.
ښاغلي مومند له حکومت هم وغوښتل چې د یادو ستونزو په هواري او د حل لارو په تطبیق کې مرسته وکړی.
د افغانستان د سوداګرۍ او يانګونې خونې د معلوماتو له مخې دغه سروې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د دوی د کارکوونکو د ارزونې پر بنسټ شوې ده.